د راپورونو له مخې، په خوست ولایت کې یوه چاودنه د پاکستاني طالبانو غړي په نښه کړ

< 1 min read

CIR

CIR 's photo

دغه پېښه د پولې په دواړو غاړو کې یو لړ غبرګونونه او ادعاګانې راوپارول - او د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د سیاسي کړکېچ د زیاتېدو وروسته رامنځته شوه.

د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۱۴مه رسنیو خبر ورکړ چې د افغانستان په ختیځ د خوست ښار په مرکز کې د سپین جومات په سیمه کې د قاري ځدراڼ په هوټل کې چاودنه شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ له قوله، دا پېښه په سیمه ییز وخت شاوخوا ۱۱ بجې رامنځته شوه چې په ترڅ کې یې “یو شمېر وزیرستاني کډوال” او “د خوست ولایت اوسېدونکي” ووژل شول.

ځدراڼ پر خپل ټوییټر پاڼه ولیکل چې د پېښې له ځایه  درې شهیدان او اووه ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي. ورته معلومات څو شیبې وروسته د خوست ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند مستغفر ګربز له خوا هم شریک شول.

د چاودنې د راپورونو د خپریدو سو شیبې وروسته، د ټولنیزو رسنیو بیلابیلو اکاونټونو او خبري رسنیو ادعا وکړه چې چاودنه د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله رامنځته شوې ده. د Aaj TV Urdu په نوم یوه پاکستانې رسنۍ ادعا وکړه چې د دې بې پیلوټه الوتکې د برید موخه د حافظ ګل بهادر۱ (HGB) سره تړلي کسان وو. د يادونې وړ ده چې تر دې چاودنې وړاندې په خوست ولايت کې د بې پيلوټه الوتکو د فعاليت په اړه هیڅ ادعا او شواهد شتون نه درلود.

خراسان ډایري، هغه پروژه چې په اسلام اباد کې د خبریالانو د یوې ډلې لخوا اداره کیږی، پر خپل ایکس ټویټر پاڼه (پخواني ټویټر) کې اعلان وکړ چې “د افغانستان په خوست ولایت کې یو مشکوک هوايي برید یو هوټل په نښه کړی دی چې د پاکستانی طالبانو د تحریک قومندان حافظ ګل بهادر سره تړلي جنګیالي ورته  تګ راتګ کاوه”. هغوی ادعا وکړه چې په دې اړه يې د پاکستاني طالبانو تحریک له يوه جګپوړي قوماندان سره خبرې کړې دي او دغه قوماندان تاييد کړه چې د خوست ولايت په يوه هوټل کې چاودنه شوې چې له امله يې د هوتل چت پر خلکو راپرېووت.

افغانستان انټرنشنل ټلویزیون په یوه راپور کې ورته ادعاوې شریکه کړه او د پاکستاني سرچینو په حواله چې نومونه یې اخیستل شوی نه وو، راپور ورکړ چې “په دغه برید کې د پاکستانی طالبانو تحریک سره تړلۍ د حافظ ګل بهادر د ډلې څلور مهم قوماندانان ووژل شول”. د افغانستان انټرنشنل خبریال شفیق الله دقیق د خلکو د یوې ډلې عکس شریک کړ چې د راپور شوي چاودنې ځای ته ګوري. د دغه خبر په متن کې ويل شوي و: “د خوست ولايت په مرکز کې پر پاکستاني تروريستانو په هوايي بريد کې څو تنه پاکستاني تروريستان ووژل شول”.

په خوست ولایت کې د حافظ ګل بهادر په ډلې پورې تړلی کسانو باندې د هوايي برید په اړه د ادعاګانو سره سره، طالبانو په دې سیمه کې د دغې ډلې شتون رد کړ. د اینډیپیندنټ (اردو) ورځپاڼې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله راپور ورکړ چې د دغې پېښې قربانیان “ځایی او بې وزله خلک” دي. د بي بي سي پښتو څانګې د خوست د اطلاعاتو او کلتور رياست د وياند شبير احمد عثماني له خولې راپور ورکړ چې په سيمه کې د هوايي بريد نښې نه دي ليدل شوي.

خبريالانو او بېلابېلو رسنیو په خوست ولايت کې د چاودنې د پايلو عکسونه شريک کړل. دا عکسونه یوه په پراخه کچه زیانمن شوې ودانۍ ښيي چې د یوې لویې چاودنې ادعا تاییدوی. پژواک خبري اژانس له چاودنې وروسته اخیستل شوي عکسونه هم خپاره کړل چې ښيي وسله والو طالبانو لارې تړلې او د پېښې د ځای نظم او امنیت ساتي.

د افغان ویټنس څیړونکو دغې چاودنې جغرافيايي موقعيت د خوست ښار په مرکز کې تاييد کړ. لاندې عکس د چاودنې ځای (په تور آبی رنګ نښه شوی) او په سیمه کې وسلوال طالبان او موټرونه (په شین رنګ نښه شوي) ښیي.

عکس: د چاودنې جغرافیایی موقعیت او له راپور شوی چاودنې وروسته په سیمه کې د وسله والو طالبانو شتون [33.336130, 69.921951].

افغان ویټنس د چاودنې پایلې یې وڅیړلې او هیڅ شواهد یې ونه موندل چې تایید کړی چې دا برید د بی پیلوټه الوتکې په مټ ترسره شوۍ وی. خو ګڼ شمېر کتنې د بې پیلوټه الوتکو په مټ د بریدونو راپورونه ردوي:

  • د ودانۍ دننه د لږو چرو د لګیدو له امله زیان

  • هیڅ کنده یا سورۍ شتون نه درلود چې معمولا د راکټ له لګیدو وروسته رامنځته کیږی.

طالبانو هغې خپرې شوي ادعاوې یې رد کړل چې ګواکې په دغه برید کې د حافظ ګل بهادر د ډلې غړي په نښه شوي وو.

وروسته له دې چې افغان او پاکستاني رسنیو لخوا داسې ادعاوې خپرې شوې چې ګواکې دغه چاودنه د حافظ ګل بهادر ډلې پر غړو یو هدفي برید و، طالب چارواکو د چاودنې د قربانیانو عکسونه شریک کړل تر څو ثابته کړي چې په پېښه کې وژل شوي کسان ملکی خلک وو.

خالد ځدراڼ [خبر داری: ځورونکي عکسونه] د راپور شوي چاودنې د اوو تنو قربانیانو عکسونه خپاره کړ. د اوو تنو قربانیانو په منځ کې څلور ماشومان لیدل کیدل چې دوه یې مخکې مړه شوي وو. همدغه عکسونه [خبرداری: ځورونکي عکسونه] د طالب ضد کاروونکو په شمول، د نورو ټولنیزو رسنیو اکاونټونو لخوا شریک شول.

بلال سروري، هغه خبریال چې اوس مهال له افغانستان په بهر کې ژوند کوی، د هغو قربانیانو د نوملړ یو عکس شریک کړ چې له چاودنې وروسته د خوست روغتون ته وړل شوي وو. د ورکړل شوي معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې پنځه تنه مړه او اته تنه ټپيان شوي وو چې عمرونه يې د لسو او ٥٠ کلونو ترمنځ وو. د درېيو جسدونو هويت معلوم نه و. سره له دې چې د ځدراڼ لخوا د ویډیویی شواهد چې دا یې ښودل چې په چاودنه کې لږ تر لږه څلور ماشومان ټپیان یا وژل شوي، د خوست ولایت روغتون د قربانیانو په نوملړکې یوازې د یوه ماشوم قرباني په اړه معلومات شتون درلود. دا احتمال شته چې په نوملړ کې پاتې نور کسان د هغو کسانو په ټوګه پیژندل شوي وو چې هویتونه یې نا معلوم وو او یا نورو روغتونونو ته لیږدول شوي وو.

ځدراڼ د قربانیانو د عکسونو تر څنګ یوه ویډیو هم شریکه کړه چې ادعا شوې وه د خوست په روغتون کې ثبت شوې ده. دغه ویډیو درې بالغ نارینه قربانیان او یو کس د ویډیو ثبتولو په حال کې ښیی. په دې ویډیو کې د قربانیانو په وینا، چاودنه په یوه کوچني هوټل کې وشوه. دوی ومنله چې د چاودنې پر مهال په هوټل کې له اتو نه تر لسو پورې ملکي خلک موجود وو. د ځدراڼ لخوا شریک شوی پوسټ په انګلیسي ژبه لیکل شوی و او ښایی د انګلیسي ژبو مخاطبینو لپاره و. د دغه پوسټ په متن کې ویل شوی و چې د خوست د چاودنې ټول قربانيان ملکي وګړي دي او خبردارۍ یې ورکړۍ و چې “هېچا ته به اجازه ورنکړل شي چې دلته زموږ په وينو خپل بخت و ازمايي”.

په تېرو شپږو مياشتو کې دا په خوست ښار کې دویمه چاودنه وه چې د خپرې شوي ادعاوو له مخې پاکستاني طالبانو پورې تړلي کسان پکې په نښه شول. د ۲۰۲۳ کال د مارچ په لومړۍ نېټه د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا وکړه چې د خوست ولایت د هوټل په چاودنه کې د پاکستانی طالبانو د تحریک قومندان په نښه او ووژل شو. د مارچ میاشتې د ادعا په څیر، ادعا وشوه چې په وروستۍ پېښه کې د خوست پر “وزیرستان هوټل” برید وشو. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو او رسنیو هم د مارچ په میاشت کې راپور ورکړ چې چاودنه د هوايي برید یا بی پیلوټه الوتکې د برید له امله رامنځته شوې ده.

توند غبرګونونه، خو لږ شواهد

ورستۍ پیښه او د پاکستان هوايي بريد په اړه ګونګوسې د بیلابیلو مخاطبینو غبرګونونه راوپارول. د طالبانو ځینو پلویانو د دغه برید په اړه د طالب چارواکو پر چوپتیا نیوکه وکړه. د افغان طالبانو مخالفین چې اوس مهال له افغانستانه په بهر کې دي، دا برید د طالبانو لپاره چې د حاکمیت ادعا کوي، د شرم خبره وبلله.

د پاکستان د امنیتی ځواکونو ملاتړي د ټولنیزو رسنیو اکاونټونو دا برید په افغانستان کې د پاکستان حکومت ضد اورپکو په وړاندې د پام وړ بریالیتوب وباله او ادعا یې وکړه چې په برید کې د وزیرستان څو جګپوړي قوماندانان ووژل شول. په دغو قوماندانانو کې حافظ ګل بهادر، احمدي، عليم خان او صادق نور شامل دي چې په شمالي وزيرستان کې يې د پاکستان امنيتي ځواکونو پر ضد جګړه کې د وسله والو مشری کوله.

د هغو ادعاګانو سره سره چې ګواکې چاودنه پاکستاني طالبانو سره تړلي کسان په نښه کړي، افغان ویټنس داسې شواهد نه دی موندلي چې د دغو ادعاګانو پخلۍ وکړي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم په دواړو پېښو کې ادعا وکړه چې ښايي چاودنه د ګاز بالون د چاودنې له امله رامنځته شوې وي. په دغو ودانیو کې د چاودنې څرنګوالی او د هغو قربانیانو نه شتون په پام کې نیولو سره چې پاکستاني طالبانو پورې تړلي کسانو په ټوګه پیژندل شوي وو، ښايي دا چاودنه د ګازو د بالون د چاودنې له امله شوې وي.

د پاکستانی طالبانو تحریک تل د خپلو رسنیزو چینلونو له لارې په افغانستان کې خپل شتون رد کړی او ادعا کوي چې د دغه تحریک سره تړلې شبکې یوازې په پاکستان کې دي. خو افغان وسټنس په کنړ، ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې د جون له ۱۶ نیټې راهیسې د پنځو جلا پیښو په اړه د راپورونو په پام کې نیولو سره په افغانستان کې د پاکستانی طالبانو د تحریک د قومندانانو په شمیر کې زیاتوالۍ ثبت کړۍ چې ادعا کیږی په افغانستان کې وژل شوي دي. راپور ورکړل شوۍ و چې په افغانستان کې د نامعلومو وسله والو کسانو په ډزو کې د پاکستانی طالبانو د تحریک درې غړي وژل شول او درې نور ټپیان شول. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د پاکستانی طالبانو د تحریک (TTP) د غړو وژل کیدل کومه نوې خبره نه ده، تیر میاشت په پېښو کې د یو څه زیاتوالی راغلۍ دی. د تحریک جهاد پاکستان له برید وروسته، د پاکستان پوځ ګواښ وکړ چې په افغانستان کې د پاکستانی طالبان د تحریک پر ضد به له پولې هاخوا اقدام وکړي.

پراخه موضوع: د افغان طالبانو او پاکستاني تر منځ مخ پر زیاتیدونکی کړکیچ 

په دې وروستیو کې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ سیاسي کړکېچ  د جولای میاشتې په آخر کې  د پاکستان په باجوړ سیمه کې له یوه برید وروسته زیات شو چې د داعش خراسان څانګې یې پړه پر غاړه واخیسته. پاکستاني چارواکو د پولې په هغه غاړه کې د بریدونو پړه په افغانستان کې پر اورپکو او افغان وګړو واچول، خو طالب چارواکو په دغو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ګواښ وکړ چې په افغانستان کې دننه به د هغو یاغیانو پر ضد چې په پاکستان کې د بریدونو مسولیت لري، اقدام وکړي او ویویل چې که د طالبان د دغو اورپکو پر ضد د اقدام  کولو توان ونه لري نو پاکستان به د هغوی ملاتړ وکړي. خو هغه د دې کار د ترسره کولو لپاره د طالبانو د ارادې په اړه شک څرګند کړ. دغه څرګندونې په پاکستان کې د مخالفو سیاسي مشرانو د سختو نیوکو او همدارنګه د افغان طالبانو او د هغوی د ملاتړو له توند غبرګون سره مخ شوې.

له برید څو ورځې وروسته، د اګست د دویمې نیټې په شپه د پاکستان جنګي الوتکي د افغانستان په شمال ختیځ د کونړ ولایت د سرحدي سیمو په آسمان کې چې له باجوړ سره ګډه پوله لري، د ګزمې په حال کې ولیدل شول. په کونړ کې سیمه ییزو سرچینو افغان ویټنس ته دا خبره تایید کړه. پاکستان د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۱۶مه هم ورته اقدامات وکړل چې هغه وخت کونړ ولایت کې هغه پټنځایونه چې ادعا شوې وه اورپکو پورې اړه لري، په هوایی بریدونو کې په نښه شول.

 د اګست میاشتې په اوومه د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر په پاکستان کې دننه د اورپکو د بریدونو له کبله پر طالبانو نیوکې وکړې. په پېښور کې یوې لویې قومي جرګې ته د وینا پر مهال، منیر “په پاکستان کې دننه په ترهګریزو پېښو کې د افغانانو ښکېلتیا” په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره یو ګواښ او د دوحې د سولې له تړون څخه سرغړونه وبلله.

د عاصم منیر له څرګندونو یوه ورځ وروسته، ذبیح الله مجاهد یو وینا خپور کړ چې په هغه کې یې په غیر مستقیم ډول د منیر پر څرګندونو غبرګون وښود. مجاهد ټینګار وکړ چې طالبان په ګاونډیو هېوادونو کې د بې ثباتۍ د رامنځته کولو اراده نه لري او اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان له خلکو او خاوره نه د دا ډول بریدونو د ترسره کولو لپاره کار واخیستل شی. هغه څرګنده کړه چې یو ملت نباید د اشخاصو د کړنو ځواب ویونکۍ و اوسي او زیاته یې کړه چې طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې د داعش خراسان څانګې ۱۸ پاکستانی غړي چې په افغانستان کې یې په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس درلود، وژلي او لسګونه نور یې نیولي دي، خو بیا هم د دغو کړنو له کبله پاکستان تورن نه دي ګنلي.

Share Article