د تمنا زریاب پریانی په ګډون د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په میاشت کې د طالبانو ضد مظاهرو کې له ګډون وروسته نیول شوې وو، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه په جرمني، پاکستان او ناروې کې د نه خوړلو ۱۲ ورځنی اعتصاب پیل کړ.
آغلې پریانی د X په نیټه په خپل (پخواني ټوییټر پاڼه کې) په یوه پوسټ کې ولیکل: “زه او زما ملګري به د سپټمبر له لومړۍ نېټې نه د سپټمبر تر دولسمې نیټې پورې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړو. که چیرې نړۍ د دې احتجاج په نه منلو او پر لغوه کولو ټینګار وکړي، زموږ اعتصاب به د مرګ تر پولې دوام وکړي.”
د ښځو د حقونو د یوې فعالې تمنا زریاب پیراني د پوسټ سکرین شاټ چې د ۱۲ ورځني د نه خوړلو اعتصاب اعلانوي.
د ښځو د حقونو فعالانو په افغانستان کې د “جنسیتي اپارتایت” په رسمیت پېژندلو، له طالب چارواکو سره د مالي ملاتړ او رسمي لیدنو کتنو د بندولو او د سیاسی بندیانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه. میرمن پریاني د سپتمبر په یوولسمه په خپل X ټوییټر پاڼه کې په یوه پوسټ کې ولیکل چې دوی به د آلمان له حکومت او د ملګرو ملتونو له استازو سره د خپلو خبرو اترو پایلې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې له رسنیو سره شریکې کړي چې دا وینا ښودل چې د دوی غوښتنې ملګرو ملتونو او د آلمان دولت چارواکو ته متوجه دي.
د آغلې پریانی X ټوییټر اکاونټ کې د پوسټونو هغه سکرین شاټونه ښيی چې د هغې د غوښتنو په اړه توضیحات [کیڼ اړخ ته] ورکوی او په یو رسنیزه ناسته کې د آلمان دولت او د ملګرو ملتونو له استازو سره د خپل خبرو اترو د پایلو د اعلان په اړه [ښي اړخ ته] یې لیکلی دی.
د راپورونو له مخې، یو شمېر نورو اعتراض کوونکو ښځو د سپتمبر په لسمه د افغانستان په تخار او بدخشان ولایتونو کې د پریانې او د هغه د ملګرو په ملاتړ د نه خوړلو اعتصاب وکړ. پر دې سربیره په هغه وخت کې خبر ورکړل شوۍ و چې په پاکستان کې د ښځو د حقونو پنځو فعالینو د سپټمبر په پنځمه د نه خوړو اعتصاب کړي. فعالانو وویل چې پاکستاني پولیسو دغو مظاهره چیانو ته اجازه نه ده ورکړې چې په ښار کې د اعتراض خیمې ودروي، په داسې حال کې چې آغلې پریانی او نورو اعتصاب کوونکو د جرمني په کولن ښار کې د اعتراض خیمې درولې وې. په ناروې کې د ښځو د حقونو دوو فعالانو هم د نه خوړو اعتصاب کړي وو.
د مدافعینو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د کرکې او سپکاوۍ ډک الفاظ
پداسې حال کې چې په ټولنیزو رسنیو کې د دغو ښځو نه پراخ ملاتړ وشو، دوی په ظاهره د طالب پلوه اکانټونو لخوا د یو لړ د کرکې او سپکاوۍ نه ډکو الفاظو او نیوکو سره مخ شول. کله چې د “تمنا زریاب پریانی” یا “تمنا پریاني” یا #12daysHungerstrike (د تمنا زریاب پریاني نسخې، اړوند هشټاګ) لټون وکړۍ، دا هشټاګ د سپټمبر له ۱۲ نیټې راهیسې په تیرو دیرشو ورځو کې له ۹،۵۰۰ ځله ذکر شوې ده.
عکس: هغه ګراف چې په تیرو دیرشو ورځو کې د “تمنا زریاب پریانی” یا “تمنا پریانی” یا هشټاګ #12daysHungerstrike د نه خوړلو اعتصاب ذکر ښیې.
ډیری ټوییټونه په افغانستان کې د “جنسیتی آپارتایت” ته د پای ټکۍ کیښودلو ملاتړ وکړ، مګر د دې کمپاین (د نه خوړلو اعتصاب) ته منفي غبرګون په خواله رسنیو کې د ښځینه مدافعینو پر وړاندې د طالب پلوه کسانو چلند او لیدلورۍ ښیی.
د ټولنیزو رسنیو X طالب پلوه کاروونکو د نه خوړلو اعتصاب په غبرګون کې یو لړ ټوییټونه خپاره کړل چې دغه کاروونکو پکې پر ښځو نیوکې وکړې، د دوی د موخو د کمزوری کولو په موخه یې د هغوی پر وړاندې غبرګون وښود او یا یې د طالبانو ستاینه وکړه. په ځانګړې توګه، ډیری غبرګونونه هغه وخت وښودل شول کله چې کمپاین کوونکو (مدافعین) په دري/فارسي یا پښتو ژبو ټوییټونه وکړل. لاندې کې د دغو غبرګونونو مثالونه وګورئ:
د جنسیت پر بنسټ د کرکې او سپکاوۍ نه ډک الفاظو په زړه پورې مثالونه په غبرګونونو کې موندلای شئ. په خواله رسنیو کې یو کاروونکۍ د اعتراض کوونکي ښځې یې “پروژه بگیر ښځې” وبلل چې دغه اصطلاح هغو ښځو ته اشاره کوي چې د پیسو ګټلو لپاره په هغو پروژو کې برخه اخلي چې ګټې یې کمې دي.
افغان ویټنس وموندله چې دا کاروونکۍ اکاونټ یو ټرول اکاونټ ښکاري (په انټرنیټ کې مخرب کسان چې د کاروونکو د پام اړولو هڅه كوي) چې د دوی تمرکز پر ښځو وي او لکه څنګه چې په لاندني مثالونو کې لیدل کیږی، ښځو ته سپکاوۍ کوی:
متن: “جنسیتی تبعیض” او “جنسنتی آپارتاید”
آغلې پریانی او یو شمیر نور ښځینه اعتراض کوونکي چې د نه خوړلو اعتصاب یې کړي وو، مخکې له دې د طالبانو لخوا پر ښځو د زیاتیدونکو بندیزونو پر ضد په اعتراضونو کې د ګډون له وجې د دغې ډلې لخوا نیول شوی وو.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د بیرته واک ته رسیدو راهیسې، د ښځو وضعیت ډیر خراب شوی دی. دغه ډله د ښځو پر زده کړې، کارموندنې او تفریعی ځایونو ته د ښځو په ورتګ بندیزونه ولګول. د ۲۰۲۳ په مې میاشت کې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو په “افغانستان کې د جنسیتی تبعیض په ښکاره ترسره کیدو” په اړه اندیښنه وښودله او دا یې د “بشري حقونو سیستماتیک او جدي سرغړونه او د انسانیت پروړاندې جنایت” وبلله. ملګرو ملتونو دا سپارښتنه هم وکړه چې نړیواله ټولنه دی د جنسیتی اپارتایت د ستونزې د حل لپاره نور معیارونه او د تبعیض، جلا کولو، سپکاوی او د ښځو او نجونو د محرومولو بنسټیز شوۍ نظام په ټوګه وپیژنی. د بشري حقونو نورو سازمانونو هم وغوښتل چې د ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند د نړیوالو قوانینو له مخې د احتمالی جنایاتو په توګه وڅیړي او دا کار دی د بشر پر وړاندې جنایت او جنسیتی تبعیض وګنی، خو د نړیوالو قوانینو له مخې تر اوسه “جنسیتی آپارتاید” تعریف شوی نه دی.