په افغانستان کې د ښځینه زده کریالانو لپاره چې زده کړې ته لیواله دي، انتخابونه محدود دي

< 1 min read

CIR

CIR 's photo

افغان ښځې او نجونې له افغانستانه بهر د زده کړو د فرصتونو په لټه کې دي – خو د دغو ښځو او نجونو په لاره کې ډېر خنډونه پراته دي.

عکس: افغان ویټنس، ۲۰۲۲ میلادی کال 

* افغان ویټنس د هغو کسانو نومونه بدل کړی چې مرکې ورسره شوي.

 د طالبانو له خوا د ښځو پر زده کړې لګول شوي بندیزونه د دې لامل شوي چې په ټوله نړۍ کې پوهنتونونه د افغان ښځو او نجونو لپاره د تحصیلي بورسونو اعلان وکړي چې په ترځ کې یې په سلګونه ښځې او نجونې د زده کړې لپاره ګاونډیو او یا نږدې هېوادونو او همدا راز نور لیرې پرتو پوهنتونونو ته لاړې شي.

سږکال په افغانستان کې د ښځینه زده کړیالانو سره د افغان ویټنس مرکې ښیي چې د دې فرصتونو ترلاسه کول – یا حتی د لومړي انتخاب په توګه د هیواد پریښودل – یو آسانه کار نه دی. افغانې ښځې او نجونې له اقتصادي او ژبني خنډونو او همدارنګه د طالبانو له خوا د دوی پر تګ راتګ او سفر باندې بندیزونو سره مخامخ دي.

افغان نجونې د ژبې د زده کړې په کورسونو کې له ګډون څخه منع دي

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې، د افغانستان په ډیرو برخو کې منځني ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي پاتې دي. د ۲۰۲۲ کال تر ډسمبر میاشت پورې په پوهنتونونو کې ښځینه زده کړیالانو له هلکانو نه په جلا ټولګیو کې ګډون وکړ او د همدغه کال له ډسمبر میاشتې وروسته طالبانو اعلان وکړ چې له دې وروسته ښځې او نجونې اجازه نلري چې په پوهنتونونو لاړ شي.

پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو پر ورتګ د بندیز نه مخکې، یو شمېر نجونې په پوهنتونونو کې د ژبې د زده کړې په صنفونو او د ژبې د زده کړې په مرکزونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکاوه، خو کله چې د ډسمبر په وروستیو کې پوهنتونونه د نجونو پر مخ وتړل شول، افغان ویټنس د یو شمېر محصلینو له خولې واورېدل چې دوی د ژبې د زدکړې په کورسونو کې له ګډون نه منع شوي.

یوه زده کړیاله چې موږ یې آزاده* په نوم یادوو او په بهر کې د تحصیلي بورسونو د ترلاسه کولو لپاره د غوښتنلیک ورکولو سخته لیواله ده، د طالبانو له راتګ راهیسې د خپلې انګلیسي او عربي ژبې پر زده کړې یې تمرکز کړې ده.

آزاده وايي: “کله چې مو د ښځو پر زده کړو د بندیز په اړه واورېدل، باور مو نه کیده او له دې سره سره په پوهنتون کې د ژبې د زده کړې کورسونو ته لاړو.” آزاده زياته کړه چې په هغه ورځ نارينه زدکړیالانو ته اجازه ورکړل شوې وه چې په ازموينه کې ګډون وکړي، خو ښځينه زده کړیالانې بايد پوهنتون پریښولي واي.

هغه زیاتوي: “د هغو نجونو لیدل چې د پوهنتون نه د راوتلو پر وخت یې سترګې د اوښکو نه ډکې وې، یوه دردونکې صحنه وه”.

عکس: هغه مهال ویش چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د ښځو پر زده کړو ځینې بندیزونه ښیي. سرچینه: د طالبانو خبرپاڼې او رسنیز راپورونه.

آزاده وايي د طالبانو د بیا راتګ نه مخکې، هغې د TOEFL ازموینې ته چمتوالۍ نیولۍ و ځکه هغې غوښتل چې په افغانستان آمریکایی پوهنتون کې د شاملېدو لپاره غوښتنلیک ورکړي.

“ما د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره چمتووالۍ نیولۍ و – ما دوه کاله زده کړه وکړه تر څو د دې آزموینې لپاره چمتو شم – ما غوښتل چې لوړې نمرې ترلاسه کړم او د خپلې خوښې رشته کې زده کړه وکړم.”

صوفیا* افغان ویټنس ته وویل چې هغې هم د ټافل (TOEFL) سند د ترلاسه کولو هیله درلوده ترڅو وکولای شي په بهر کې د ماسټری په برخه کې د بورس لپاره غوښتنلیک ورکړی. خو هغه وايي چې یوه ورځ وروسته له دې چې پوهنتونونو ته د ښځو او نجونو پر ورتګ بندیز ولګېد، طالبانو هغه په یوه تعلیمي موسسه کې د زده کړې محرومه کړه او اعلان یې وکړ چې ښځې نور د انګلیسي ژبې د زده کړې اجازه نلري.

د مهناز په نوم یوې بلې زده کړیالې په یوه خصوصي اکاډمۍ کې د انګلیسي ژبې د زده کړې په کورس کې زده کړې کړې وې چې زده کړلایان پکې د استادانو په حیث روزل کېدل، خو د دسمبر په میاشت کې د پوهنتونونو ترڅنګ د دې ادارې دروازې هم د زدکړیالانو پر مخ وتړل شول.

مهناز وايي: “زما د خوښې مضمون انګلیسي وه ځګه چې دغه مضمون زه خپلو موخو ته نږدې کولم”. هغه زیاتوي چې هیله یې درلوده چې د فوټبال مشهور لوبغاړې شی.

“اوس مهال، دا ممکنه نه ده.”

معصوم* له افغانستانه په وتلو بریالۍ شوه او هغه اوس مهال د آلمان هیواد په یوه پوهنتون کې په زده کړې بوخته ده. هغه وايي چې د بهرنۍ ژبې زده کول د هغو کسانو لپاره “لازمه” ده چې په بهر کې د زده کړی بورسونو د ترلاسه کولو هیله لري.

معصومه زیاتوي: “له افغانستانه بهر په پوهنتونونو کې د شاملیدو ټول بهیر په انګلیسي او یا هم د هماغه هېواد په ملي ژبه ترسره کېږي”.

هغې لیدلی چې په ژبه پوهیدل څومره مهمه ده – د بورسونو راتلونکی نوماندان باید د داخلې بهیر ترسره کړي، د پوهنتونونو استازانو سره اړیکه ونیسي، او د نوي آکادمیک چاپیریال سره عادت وکړي او دا هغه کارونه دي چې د لیکچرونو د پوهیدو او په لوړه کچه په یوه بهرنۍ ژبه د علمي مقالو د لیکلو سربیره ترسره کیږي.

په ورته وخت کې ډیری ښځې او نجونې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال له اقتصادي خنډونو سره مخ دي او افغانستان هغه هیواد دی چې اټکل کیږي ۹۰ سلنه وګړي یې د بی وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د فروزان په نوم یوه زده کړیاله موږ ته وویل چې کورنۍ یې غواړي هغه د زده کړو د دوام لپاره بهر ته ولېږي، خو دوی د دې کار توان نه لري.

هغه زیاتوي: “حتی که کورنۍ یې د دې کار توان هم ولري، خو په انګلیسي ژبې نه پوهېدل په افغانستان کې د ډېرو خلکو لپاره یو خنډ دی.”

د ښځو پر سفر بندیزونه 

طالبانو د ښځو پر تګ راتګ بندیز لګولی او ویلي یې دي چې هغه ښځې چې غواړي لیرې پرتو ځایونو ته لارې شي او د لرې واټن سفرونه وکړي، باید نارینه محرم ورسره وي.

یو شمېر افغان ښځې او نجونې نه یوازې د زده کړې د بورسونو په ترلاسه کولو کې له ننګونو سره مخ دي، بلکې په بهر کې هم له ستونزو سره مخ دي.

مهناز وايي چې هغې او کورنۍ ته یې د دې فرصت برابر شو چې له افغانستان نه ووځي ځکه چې خور یې په بهر کې د پناه غوښتنې کیس لري.

هغه څرګنده کړه: “زموږ پاسپورټونه چمتو وو او غوښتل مو چې له هېواده ووځو”.

خو مهناز وايي چې د هغې کورنۍ ته د پاکستان ویزه ور نه کړل شوه چې دوی په پاکستان کې د ویزو د غوښتنلیکونو د ترلاسه کولو لپاره ورته اړتیا درلوده. هغې زیاته کړه چې خور یې نه شوای کولای یوازې سفر وکړی ځکه چې هغې ته د طالبانو لخوا امر شوی و چې د سفر پر مهال له هغې سره باید د کورنۍ یو نارینه غړۍ وی چې په افغانستان کې د محرم په نوم پیژندل کیږي.

مهناز وايي: “موږ نیت نه لرو چې خپل هېواد پرېږدو ځکه چې دا یو ډېر ستونزمن کار دی”.

د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په میاشت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا په خپره شوې دستور کې ویل شوي و چې هغه ښځې چې غواړي له ۴۵ میله (۷۲ کیلومتره) اوږده سفرونه ولريُ باید نارینه محرم ورسره وي. د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې د ښځو پر ځمکني سفر د بندیزونو له لګولو وروسته د هغوی پر هوايي سفر هم بندیز ولګېد او سرچینو رویټرز خبری آژانس ته وویل چې په افغانستان کې هوايي شرکتونو ته امر شوی چې هغو ښځو ته چې نارینه محرم ورسره نه وي، د داخلی او بهرنی سفرونو اجازه ور نه کړي.

له هغه وخت راهیسې، بهر ته د زده کړو د دوام لپاره د ښځو پر هوايي سفرونو د بندیزونو په اړه ګن شمیر راپورونه خپاره شوي. د Middle East Eye آنلاین خبری آژانس راپور ورکړ چې طالبانو قطر هیواد ته د “ګن شمېر” هغو ښځینه زده کړیالانو د سفر مخه نیولې چې نارینه محرم ورسره نه وو.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۲۳مه دبی ښار ته د ښځینه زده کړیالانو پر هغه سفر بندیز لګول شوی و چې د اماراتو د سوداګر خلف احمد الحبتور او د دوبۍ پوهنتون په مرسته جوړه شوې وه. حبتور په یوه ویډیویي بیان او خبرپاڼه کې چې په خپله (پخوانۍ ټویټر پاڼه) کې یې شریکه کړې وه، وویل چې هغه د نه پوهیږی چې خپل خپګان په کومو الفاظو بیان کړی او په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان هم د ښاغلي هبتور څرګندونې یې بیا خپور کړ او دا پیښه یې وغندله.

په هغه غږیز پیغام کې چې د ښاغلي حبتور له خوا شریکه شوې وه، یوه زده کوونکي ادعا کړې چې حتی هغه ښځې هم له سفر کولو نه منع شوي وو چې محرم نارینه ورسره وو. د بي بي سي فارسي خبریال علي حسيني هم راپور ورکړ او ویویل چې په هغه ورځ د کابل د هوايي ډګر له لارې دوبۍ ښار ته د ۷۰ تنو زده کړیالانو پر سفر بندیز ولګېد چې په دې ډله کې ۱۲ نجونې هم شاملې وې.

د زده کړې بدیل لارې

د ښځینه زده کوونکو و زده کړیالانو پر مخ د منځنې ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کیدلو سره، ځینې تعلیمي موسسې د انجونو او ښځو لپاره آنلاین کورسونه او د زده کړی بورسونه برابروی. سربیره پر دې، خلک خپلو سرچینو او امکاناتو نه په استفادې سره  ښځو او نجونو لپاره د زده کړې د بدیلې لارې برابروي.

یوې میرمنه چې موږ یې آزیتا* بولو، پریکړه وکړه چې د ښځینه زده کونکو لپاره د زده کړې آنلاین کورسونه پرانیزي چې په پایله کې له 250 څخه زیاتو انجونو په دې کورس کې د شاملیدو لپاره خپله لیوالتیا وښوده او د زده کړې دغه کورس د رضاکارانو له خو د 30 څخه ډیر د مرستې وړاندیزونه ترلاسه کړ.

خو په آنلاین توګه زده کړه د ستونزو نه ډکه ده. ازیتا وايي چې د دغو آنلاین کورسونه له پیل نه کم وخت وروسته اړه شوه چې په دغه آنلاین کورس بنده کړی ځکه چې ځینې زده کوونکي د انټرنېټ د مصارفو پیسې نه درلودې. په داسې حال کې چې له هغه راهیسې د زده کړې کورسونه با پیل شوي او هغه اوس نجونو ته انګليسي ژبی زده کړې ورکوی، هغه وايي چې  انټرنېټ ته د لاسرسي ستونزه لا هم پر ځای پاتې ده.

دغه انلاين ښوونکې وايي چې حتی هغه کورنۍ چې انټرنېټ ته هم لاسرسىۍ لري، د انلاين زده کړو لپاره محدود وسايل (کمپيوټر او ټليفونونه) لري او دا په ورته وخت کې د څو نجونو ګډون په انلاين کورس کې ستونزمن کړۍ دى.

د اسنادو په ترلاسه کولو کې ننګونې

د آزیتا ډېری زده کوونکي هیله لري چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او یا هم په بهر کې کار وموندي، خو آزیتا وايي چې دغه زده کوونکي له ډېرو خنډونو سره مخ دي. د آزیتا په وینا، نه یوازې دا چې د دغو فرصتونو ترلاسه کول ستونزمن کار دی بلکې طالبانو په ځینو مواردو کې یې ښځې د هغو سندونو او د نمرو ترانسکریپټونو له لاسرسي منع کړي چې دوی د خپلو غوښتنلیکونو لپاره ورته اړتیا لري.

“طالبانو زده کوونکو ته اجازه نه ورکوي چې حتی خپلو استازانو له خوا سپارښتلیکونه ترلاسه کړي، نو ځکه د دغو نجونو لپاره ‌ډیره ستونزمنه ده چې په بهر کې د زده کړې شرایط پوره کړي او خپل هیواد پریږدي.”

د نیمرخ میډیا په نوم د یوې افغاني رسنۍ د راپور له مخې، ډیری ښځینه فارغان نه دي توانیدلي چې خپل اکاډمیک اسناد یا ډیپلومونه ترلاسه کړي. ویل کیږي چې په خصوصي پوهنتونونو کې زده کړیالان د دې درجو د ترلاسه کولو لپاره لس زره افغانۍ (شاوخوا ۱۱۵ ډالر) ورکوي، خو د دې درجې د ترلاسه کولو پروسه څو میاشتې وخت نیسي او زده کړیالان ادعا کوي چې دوی ته په دې اړه محدود معلومات ورکول کیږي. د راپورونو له مخې، ښځې د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره د غوښتنلیک ورکولو پر مهال له خنډونو سره هم مخ وې.

د ښځو د حقونو فعالانو په ډاګه کړې چې د ښځو پر زده کړو بندیزونه د افغانستان د پوهنې سکتور ته زیان رسوي او ښځې له هېواده بهر کې د فرصتونو له موندنې پرته بله لاره نه لري. آزیتا دا منی چې:

“که چېرې د افغانستان نه بغیر په هر هیواد کې د دوی لپاره د ژوند کولو او ښه زده کړو شرایط برابر وي، دوی به یقیناْ له خپل هېواده ووځي.”

* افغان ویټنس د هغه کسانو نومونه بدل کړي چې مرکې ورسره شوي.

Share Article